په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان – ایران مسافر وړونکي اورګاډي پیل شي

کابل- ایرنا- د ایران د لاره او ښار جوړونې وزارت مرستیال اعلان وکړ چې په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان-ایران مسافر وړونکي اودګاډي پیل او د خواف- هرات د اورګاډي له لارې اروپا ته ترانزیت ورکړي.

د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د اسلامی جمهوریت د لاره او ښار جوړونې د وزیر مرستیال جبار علی ذاکري نن چهارشنبه د کب په ۲۲مه وویل: د ایران د ختیځ د ټرانزیټ د پراختیا لپاره به د ایران او افغانستان د مسافر وړونکی اورګاډي هم فعاله شی او له روزنک څخه تر هرات پورې د اورګاډی د پټلۍ د جوړولو چارې پیل او جوړې شی او په بشپړیدو سره به یې ایران ته د مسافر وړونکو اورګاډو د تګ راتګ زمینه برابره شی.

 ذاکري زياته کړه: له همدې امله دغه کرښه د مالونو د وتلو د يوې نقطې په توګه ډير اهميت لري او ګاونډي هيوادونه د افغانستان او په تېره بيا د افغانستان لويديځ ته د خپلو مالونو د ليږدولو لپاره د ايران او خواف-هرات د اورګاډي له دهليزونو څخه استفاده کوي.

 د ایران د لاره او ښار جوړونې وزیر هم په نږدې راتلونکي کې له دغې لارې د اروپا د مالونو د انتقال په اړه وویل: د بندر عباس په دهلیز کې د شمتیغ په لور د کانټینرونو ټرانسپورټ روان دی او په طبیعي توګه د اروپا او د جنوب ختیځې اسیا هیوادونه هم له دغې لارې استفاده کوي.
 د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .